دفاع وزارت: طالبانو د مالستان ولسوالۍ ودانۍ په بمونو الوزولې
افغان چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غزني ولایت د مالستان ولسوالۍ ودانۍ له نیول کېدو وروسته په بمونو الوزولې ده.
د ملي دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان د شنبې په ورځ د (چنګاښ ۲۶مه) دغه خبره پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده.
ښاغلي امان وړاندې لیکلي دي چې دغه ودانۍ په بشپړه توګه له منځه تللې ده.
د غزني سیمه ییز چارواکو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي، خو وسله وال طالبان بیا د فواد امان دا خبره ردوي.
د دغې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه ماینونه ځای پرځای شوي وو، هغوی به چاودنې کړې وي.