Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

حمدالله محب د افغان سولې او امنیت په اړه له بریتانیايي چارواکو سره خبرې کوي

0
له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په درشل کې د بېلابېلو هېوادونو د همکارۍ د ترلاسه کولو لپاره افغان حکومت خپلې هڅې تېزې کړې دي.


افغان حکومت وايي چې د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د چهارشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۳۰» لندن ته ولاړ چې د دغه هېواد له چارواکو سره به پر یو لړ مسایلو خبرې وکړي.


افغانستان دې دوه ورځني سفر ته په تمه دی ترڅو په دې هېواد کې د سولې او امنیت په برخه کې د بریتانیا همکارۍ زیاتې شي.


د افغان حکومت د رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال وايي: "د افغانستان د امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب د انګلستان له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د لیدو لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ. دغه سفر دوه ورځنی دی او دوی به په بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي."




ښاغلي محب درې اوونۍ وړاندې روسیې ته هم سفر کړی و چې د ګډو ګټو او د افغانستان په سولې او امنیت کې د دغه هېواد د رول په اړه‌یې له چارواکو سره خبرې وکړې.


هغه له روسیې وروسته قزاقستان هېواد ته هم سفر وکړ او له دغه هېواد یې د همکاریو غوښتنه وکړه.


بریتانیا ته د ښاغلي محب د سفر سربېره ټاکل شوې په راتلونکو څو ورځو کې د افغانستان لوی درستیز ولی محمد احمدزی هم هند ته سفر وکړي.


د هندي رسنیو د راپورونو پر بنسټ، ټاکل شوې د افغانستان لوی درستيز راتلونکې سې شنبه نوې ډېلي ته سفر وکړي ترڅو له هندي چارواکو سره د هند د پوځي همکاریو او په افغانستان کې د ناامنیو د زیاتېدو په اړه خبرې وکړي.


ولي محمد احمدزى به له خپل هندي سيال جنرال منوج مكند نروني او د هند د ملي امنيت له سلاکار اجيت دووال سره هم وويني.




افغان حکومت هیله لري چې دغه سفر به د افغانستان سولې او امنیت لپاره ګټوره پایله ولري.


دوا خان مینه‌پال هند ته د افغانستان لوی درستیز د سفر په اړه توضیحات ورنه‌کړل، خو ویې‌ویل چې نوې ډېلي د افغانستان ستراتېژیک ملګری دی او کابل تمه لري چې هند د سولې خبرو او د افغان امنیتي ځواکونو په تجهیز کې مرسته وکړي.


ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "هند زموږ ستراتېژیک ملګری دی. موږ د ترورېزم پر وړاندې ګډ دریځ لرو او ګډه مبارزه کوو. سربېره پر دې موږ په امنیت او اقتصادي برخو کې ګډ کار کوو."


په افغانستان کې د سولې خبرو په ټپه درېدو او د جګړې ډګر په ګرمېدو سره دغه هېواد اوس د سولې خبرو پیل کولو او د امنیتي ځواکونو تجهیز کولو کې له بل هر وخت زیات سیمه‌ییزې او نړیوالې همکارۍ ته سترګې په لاره دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса