Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Июль
2021

راپور: هند کې کرونا ویروس له درې ملیونو تر څه باندې څلور نیم ملیونه کسان مړه کړي

0
د روغتیايي متخصصانو یو تازه راپور په هند کې په کرونا ویروس د مړو ټکان ورکوونکی شمېر په ډاګه کوي.


په دغه راپور کې چې پرون سې شنبه د هند حکومت پخواني اقتصادي سلاکار ارویند سوبرامینیان، په واشنګټن کې د نړیوالې پرمختیا د مرکز دوو نورو څېړونکو او هارورډ پوهنتون خپور کړی راغلي، په هند کې د کرونا وبا له کبله د مړو شمېر ښايي تر رسمي شمېر ۱۰ برابره زیات وي او ملیونونو کسانو ته ورسېږي.


د راپور په دوام راغلي چې ښايي د ۲۰۲۰م کال له جنورۍ څخه د ۲۰۲۱م کال تر جون میاشتې پورې په هندوستان کې په کرونا ویروس یا 'کووېډ-۱۹' له درېیو ملیونو نیولې تر څلورو ملیونو او اوو لکو پورې کسان مړه شوي وي.




څېړونکو زیاته کړې، په هند کې د مړینو دغه لوړ شمېر دومره زیات دی چې له بریتانیا تر خپلواکۍ اخیستو او له پاکستان او بنګله‌دېش سره تر وېش وروسته‌یې ساری نه‌و لیدل شوی.


د هند حکومت دغه راپور رد کړی او له مبالغې یې ډک بللی دی.


خو د هند حکومت رسمي ارقام ښيي چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د مړو شمېر څه باندې څلور لکه او ۱،۴۰۰۰ دی.


د څېړونکو او روغتیايي متخصصانو په راپور کې راغلي چې د بېلابېلو عواملو لکه بې‌وزلۍ، د مړینو د شمېر نه‌ثبتېدو او لیرې پرتو سیمو ته د لږې پاملرنې له کبله د مړینو شمېر زیات دی.


هند چې یو ملیارد او ۴۰۰ ملیونه وګړي لري، د نړۍ یو له زیاتو نفوس لرونکو هېوادونو دی چې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په‌کې تر ۳۱ ملیونو زیات ښوول شوی دی.




ډاکتر جیکب جان چې د ویروس پېژندنې په برخه کې تخصص لري، د هند په اړه په تازه څېړنه کې کومه ونډه نه‌درلوده.


هغه اسوشیټډ پرس اژانس ته ویلي، په هندوستان کې د کرونا ویروس په اړه تازه راپور ټکان ورکوونکی دی او په هند کې د کرونا وبا په وړاندې د اقدام لپاره د روغتیا د سکټور کمزوري په ډاګه کوي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса