Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د طالبانو حکومت: افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن یو  

0
د طالبانو حکومت وايي، دوی په افغانستان کې د رسنیو ازادۍ ته ژمن دي.  


د طالبانو مرستیال ویاند احمد الله وثیق نن په ټویټر کې لیکلي، رسنۍ هم مکلفیت لري، چې بې­ پرې، اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمن وي.  


تردې مخکې پرون جمعه د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري پر ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تر دې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي.


د طالبانو مرستیال ویاند، وثیق لیکلي، طالبان هڅه کوي چې د رسنیو په وړاندې ټول خنډونه لیرې کړي.  


بل خوا د ژورنالستانو نړیوال فدراسیون د سلواغې په ۱۴مه نېټه په یوه اعلامیه کې وویل، د یوې نوې سروې له مخې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ۳۱۸ رسنیو کار بس کړی دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса