Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

طالبانو د امریکا د خزانې وزارت له وروستي پرېکړې هرکلی وکړ

0
د طالبانو حکومت مرکزي بانک د امریکا د خزانې وزارت له وروستۍ پرېکړې هرکلی وکړ.


دغه بانک په خپل تویټر پاڼه لیکلي، د امریکا د خزانې وزارت هغه پرېکړه چې له مخې به یې نړیوالو بانکونه افغانستان ته د بشري مرستو ترڅنګ نور نغدي حوالې هم ترسره کولی شي یو ښه ګام دی.


د مرکزي بانک په خبره، دا چاره کولی شي په افغانستان کې له خصوصي او دولتي بانکونو سره د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د لېږد په برخه کې هم اسانتیاوې رامنځته کړي.


د طالبانو د مرکزي بانک په وینا، د صادر شوي لارښود پر بنسټ، نړیوالې مرستندویه موسسې کولی شي چې له کومې اندېښنې پرته د افغانستان د پوهنې، روغتیا او نورو ټولګټو برخو کې مرستې وکړي.


دا اقدام په داسې حال کې پورته کېږي چې په افغانستان د طالبانو له حاکمیت وروسته امریکا د دغه هېواد شااوخوا لس میلیارده ډالره کنګل کړه او دغې چارې تر ډېره بانکي نظام او د داوړو هېوادونو ترمنځ د پولې راکړې ورکړې چاره له خنډ سره مخ کړه.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса