Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

روسیې او چین له لویدیځه غوښتي چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي

0
د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین او د هغه چینايي سیال شي جین پینګ له لویدیځ څخه غوښتنه وکړه، چې د سړې جګړې د مهال تاکتیکونه بند کړي.  


دواړه مشرانو د اړیکو د ژورتیا خبر داسې مهال ورکړی چې د مسکو او لویدیځ ترمنځ د اوکراین پر سر کړکېچ زیات شوی دی.  


د چین ولسمشر شي جین پنګ او د  هغه روسي سیال ولادمیر پوتین پرون جمعه د چین په پلازمېنه پیکنګ کې د المپیک د ژمنیو لوبو د پرانیستې مراسمو تر پیل مخکې سره وکتل.  


د دوی تر کتنې وروسته په ګډه اعلامیه کې د دواړو دولتونو ترمنځ د نامحدودې دوستۍ یادونه شوې چې د دوی په وینا د همکارۍ په برخه کې یې کوم ممانعت نه شته.  


دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې روسیې په وروستیو کې د اوکراین پولې ته څېرمه خپل شااوخوا سل زره پوځیان ځای پر ځای کړي او له اروپا څخه یې د امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې ده. 


روسیې په عین حال کې غوښتنه کړې چې اوکراین ته دې هېڅکله د ناټو په پوځي تړون کې د شمولیت چانس نه ورکول کېږي.  


ګڼو غربي چارواکو ویلي چې روسیه غواړي د اوکراین په وړاندې  پوځي اقدام ته ځان چمتو کړي، خو مسکو دا تور رد کړی دی.  


په داسې حال کې چې د اوکراین پر سر د کړکېچ کمېدو نښه نه لیدل کېږي، د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن  او د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ پرون په ټیلیفوني تماس کې موافقه وکړه چې غربي متحدان باید روسیې ته پر اوکراین د نور یرغل د عواقبو په اړه یو څرګند او ثابت پیغام ورکړي.  


د بریتانیا او جرمني صدراعظمانو دغه راز له مسکو سره د ډیالوګ پر اهمیت هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دوی به د اوسني کړکېچ د ختمېدو لپاره له ټولو ډپلوماتیکو چینلونو کار واخلي.  


په همدې حال کې د امریکا د متحدو ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلېنکن هم پرون د اوکراین د بهرنیو چارو له وزیر دمیترو کولیبا سره په ټیلیفوني تماس کې د اوکراین پولې ته څېرمه د روسیې د پوځي تحکیماتو په باب بحث وکړ.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса