Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کرکټ افغان ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي

0
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله راتلونکې اوونۍ بنګلدېش ته ځي.   


د کرکټ بورډ وياند فريد هوتک نن شنبه (د سلواغې ۱۶مه) ازادي راډيو ته وويل، افغان لوبډله اوس مهال په قطر کې په تمريناتو بوخته ده. 


د ښاغلي هوتک د‌ معلوماتو له مخې ټاکل شوې د افغانستان او کوربه بنګله دېش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د روانې ميلادي مياشتې په ۲۳مه نېټه درې یو ورځنۍ او دوه شل اوورېزه سیالۍ پیل شي. 


ښاغلی هوتک وايي، د دواړو هېوادونه ترمنځ به لومړۍ پنځوس اوورېزه لوبه د فبرورۍ په ۲۳مه، دوهمه په ۲۵مه او درېيمه په ۲۸مه نېټه ترسره شي. 


له دې لوبړۍ وروسته به دوه شل اوورېزې سیالۍ د مارچ په ۳مه او ۵مه نېټه ترسره شي. 


دا لوبې د کرکټ د راتلونکې پنځوس اوورېزه نړیوال جام ته د لارموندنې په هدف ترسره کېږي چې د هرې لوبې په بري سره ګټونکې لوبډلې ته ۱۰ امتیازه ورکول کېږي. 


افغانستان اوس مهال له ایرلینډ او هالنډه د شپږو یو ورځنیو لوبو په ګټلو سره ۶۰ امتیازونه لري. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса