Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کابل پر هوایي ډګر د برید څېړنه بشپړه شوه؛ امریکا: دا 'پېچلی' برید نه و

0
صهیب عرب‌زی د کابل د حامد کرزي د هوايي ډګر په ابي‌ګېټ کې د خپل ملګري د وژل کېدو کیسه کوي وايي، لکه د ورور ملګری یې سمسور نومېده او د لغمان ولایت د عزیز خان کڅ اوسېدونکی و. 


د ده په خبره، سمسور او ورور یې د اګسټ په ۲۶مه نېټه له هېواده د وتلو په موخه، د کابل د هوايي ډګر لویدیځ لور ته د ابي‌ګېټ دروازې ته تللی و چې هلته د شوي ځانمرګي برید په پایله کې سمسور ووژل شو او ورور یې ټپي شو.


دی وايي: "ورور یې راته کیسه کوله چې سمسور له ځان سره پاسپورټ نه درلود، ما ورته پاسپورټ یوړ. کله چې هغه غوښتل له هوايي ډګر بهر په پاسپورټ پسې راشي، د میدان تر مخه چاودنه وشوه. په دې پېښه کې مې ملګری شهید شو او ورور یې ټپي شو." 




په ابي‌ګېټ کې د اګسټ د ۲۶مې نېټې په ځانمرګي برید کې د سمسور په ګډون ۱۷۰ تنه ملکي افغانان او ۱۳ امریکايي عسکر ووژل شول. 


د دې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې ومانه او هغه مهال متحده‌ایالاتو دا یوه پېچلې حمله وبلله. 




خو د امریکا متحده‌ایالاتو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان فرانک مک‌کنزي او د هغه تر لاس لاندې یو شمېر قوماندان وايي، د دوی موندنې ښيي چې دا برید پېچلی نه و. 


جنرال مک‌کنزي وايي، دې پېښه کې یوازې یو بریدکوونکی ښکېل و، خو د ده په خبره، هغه ساچمې چې په چاودېدونکو توکو کې کارول شوې وې، ډېرو خلکو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده. 




ښاغلی مک‌کنزي زیاتوي:"هېڅ داسې یو سند مې نه دی موندلی چې وښيي کوم څوک دې له چاودنې وروسته، د افغان یا هم امریکايي عسکرو په ډزو وژل شوي وي. موږ اوس پوهېږو چې له چاودېدونکو سره یوځای شوي ساچمې د ډېرو ټپونو لامل شوي چې د مرمیو په څېر برېښي او هرکله چې د لږو ډزو له امله لوړ ګواښ جوړ شي، د دې لامل کېږي چې فکر وشي، پېچلي پېښه شوې. دا یو واقعیت دی چې دا څېړنې زموږ د لومړنیو وړاندوینو سره ټکر کې دي. ما ته ښيي چې زموږ ټیم په پوره مېړانه او خلاص مټ د حقیقت د موندلو لپاره دا څېړنه کړې." 


د کابل د هوايي ډګر په پېښه کې ۴۵ تنه ټپیان شوي هم وو.  


د دې پېښو کې د مرګ‌ژوبلې شمېره له دې امله هم ډېره وه چې له خلکو د ګڼې ګوڼې په ډکه سیمه وشوه، چېرته سلګونه کسان په دې موخه راټول شوي وو چې له افغانستان ووځي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса