Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبډله اسټرالیا کې بیا د لوبو ډګر ته ووته 

0
د افغانستان د فوټبال د ښځو ټیم چې پر افغانستان د طالبانو له خوا د ولکې له ټینګولو وروسته له افغانستانه وتلی، په اسټرالیا کې بیا د لوبو میدان ته ووت. 


دغه ښځې توانېدلي چې د میلبورن ویکټوريا په نوم د اسټرالیا د یوه لیګ په مرسته اسټرالیا ته لاړې شي.  


په پام کې ده د افغان ټیم دغه ښځینه فوټبالرانې د اسټرالیا په ویکتوریا کې د پوخ عمره ښځو د فوټبال په مسابقه کې برخه واخلي او د دې لپاره یې د شنبې په ورځ خپل لومړي تمرینونه په مېلبورن کې پیل کړل. 


پر افغانستان د طالبانو د ولکې له ټینګولو وروسته د دغو ښځو یوه برخه له وړاندې په میلبورن کې مېشتې شوې وې.  


د افغان ښځو د ټیم کپټانې او ګول­کیپرې فاطمې د اسټرالیا اسوشېټېډ پرېس اژانس ته وویل، دغه ښځې خوشحاله دي چې یو وار بیا په ګډه د فوټبال لوبه کوي.  


هغې زیاته کړې چې دوی غوښتل د یوه ټیم په څېر سره یوځای وي او طالبانو ته ثابته کړي چې که هېواد یې ورڅخه اخیستی، خو د سپورټ لپاره د دوی حق نه شي ځینې اخیستلی.  




د اسټرالیا د فوټبال پخواني کپټان کریګ فاسټر ویلي چې دا چې دغه فوټبالرانې بیا خپلې لوبې ته دوام ورکوي، دا له افغانستانه وتلو ته تر مجبوره کېدو وروسته یو قوي پیغام رسوي.  


د هغه په خبره د دغو ښځو په انتقال کې ځینو کسانو او لویو سازمانونو رول درلود او د دغو ښځو له زړورتیا ډک سفر ته یې زمینه برابره کړه.  


ښاغلي فاسټر زیاته کړه چې د فوټبال میدانونو ته د دغو ښځو بیا ستنېدل دا ثابتوي چې طالبان ونه توانېدل چې په نړۍ کې د دغو ښځو د ورزشي رشتې مخه ونیسي.  


د افغان ښځو ټیم په ۲۰۰۷م کال کې جوړ شو چې خپله لومړۍ نړیواله مسابقه یې په ۲۰۱۰م کال کې د نیپال په وړاندې وکړه او په ۲۰۱۲م کال کې دوه د صفر په وړاندې د قطر په مقابل کې بریالی شوی و.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса