Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د سرپل طالب چارواکي: ۴ کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي 

0
په سرپل ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي، څلور کسان د ښځو د عکس او ویډیو اخیستو په تور نیول شوي دي.  


د سرپل لپاره د طالبانو د استخباراتو مرستیال،  شېر احمد مرصاد نن یکشنبې ازادۍ راډیو ته وویل، دغه څلور کسان چې د یوه رستورانت کارکوونکي دي، د کشفي او امنیتي ارګانونو له خوا د ښځو او نجونو د عکسونو او فلمونو اخیستو له کبله نیول شوي دي.  


ښاغلی مرصاد وايي نیول شویو کسانو چې د رستورانت مشر هم په کې شامل دی، په پټه یې د خپل رستورانت له ښځینه برخې د مراجعینو په پټه عکسونه اخیستل او ویډیوګانې ثبتولې.  


سرچینو په سیمه کې د ازادۍ راډیو خبریال ته ویلي، د رستورانت دغو کارکوونکو وروسته دغه عکسونه او ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې خپرولې.  


نیول شویو کسانو د دغو تورونو په اړه څه نه دي ویلي



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса