Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د ملکي هوایي چلند اداره: د افغانستان په فضا کې د ورځې نږدې ۸۰ الوتنې کېږي

0
د طالبانو د حکومت د ملکي هوايي چلند اداره وايي، د ورځې له ۷۰ تر ۸۰ عبوري الوتنې د افغانستان په فضا کې کېږي.  


د دې ادارې ویاند امام الدین احمدي نن ازادي راډيو ته وویل، هره الوتنه چې د افغانستان په فضا کې کېږي، ۷۲۰ ډالر حق العبور دې هېواد ته ورکوي چې له دې درکه هر کال افغانستان ۶۵ ملیونه ډالره عاید راټولوي.  


ښاغلی احمدي وايي، د دې ترڅنګ د ورځې له ۱۵ تر ۲۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګره هم کېږي چې په دې ۲ یا ۳ یې داخلي الوتنې وي.  


نوموړی وايي، ډېرې بهرنۍ الوتنې چین، پاکستان، ترکیې، دوبۍ او قطر هېوادونو ته کېږي. 


په تېر حکومت کې د افغانستان په فضا کې د ورځې له ۳۵۰ تر ۴۰۰ الوتنې کېدې.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса