Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

په مراکش کې د وړوکي ماشوم د ژغورلو هڅې پای ته ورسېدې

0
د رایان اورام په نوم ماشوم چې د پنځو کلونو دی، د پنځو ورځو لپاره د چیف­چاوین سیمې د اغران کلي په څاه کې پاتې و.


دغه ماشوم تېره سې شنبه څاه ته ولوېد چې د مراکش په ټول شمال کې د ژغورنې د پراخو هڅو سبب شو.  


د ژغورنې د هڅو پر مهال هم په ساحه کې په سلګونو کسان راغونډ شوي وو او د مراکش تر څنګ د نړۍ په نورو برخو کې هم په ټولنیزو شبکو کې هم د رایان وژغورئ په نوم هشتګ ډېر لاس په لاس کېده.


دوی د ماشوم خوندیتوب ته اندېښمن وو.  


اوس په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو تصاویرو کې د پېښې په ساحه کې د دغه ماشوم مړی لېدل کېږي، چې تازه له څاه اېستل شوی دی.  


شااوخوا په سلګونو خوابدي ژغورندویان او نندارچیان لېدل کېدل، چې دعا یې کوله او د خپلو ټلیفونونو څراغونه یې روښانه کړي وو او په هوا کې یې خوځول.  


د مراکش پاچا محمد، په هغه اعلامیه کې چې دولتي رسنیو خپره کړې، د ماشوم له مور و پلار سره خواخوږي ښوولې ده.  


د رسنیو د راپورونو له مخې د رایان پلار د پېښې په وخت کې د څاه په جوړولو بوخت و چې زوی یې ور ولوېد. 


دغه څاه ۳۲ متره ژوره وه  چې شااوخوا یې نرمه خاوره وه، ځکه نو ژغورونکي له ستونزو سره مخامخ وو.  


دوی د ځمکې تر کېندلو وروسته څاه ته یوه کمره داخله کړله او په لومړیو ورځو کې یې د رایان د سلامتۍ خبر ورکړی و.  


ژغورونکي توانېدلي وو چې د سمڅې له لارې دغه ماشوم ته اوبه او  خواړه ورسوي.  


د دغه ماشوم مړینه په مراکش او د نړۍ په نورو برخو کې د ګڼو کسانو د عکس العمل سبب شوې ده، له دې جملې د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د ماشوم له کورنۍ او د مراکش له خلکو سره خواخوږي ښيي او د فرانسې خلک یې په ویر کې شریک دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса