Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د روسیې د خبرداري په اړه د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو د مشر غبرګون

0
د ازادې اروپا/ازادۍ راډیو مشر جیمي فلای ویلي، ازادي راډیو په هېڅ صورت کریملین ته اجازه نه ورکوي چې د دې راډیو د پالیسۍ لپاره پرېکړه وکړي. 


ښاغلي فلای دا غبرګون وروسته تر دې څرګند کړ چې د روسیې د رسنیزو چارو د تنظیم دولتي ادارې (روسکوم ندزور) ګواښ وکړ چې د ازادۍ راډيو ۸ وېب پاڼې به بندې کړي. 


د دغې ادارې نېوکه د ازادۍ راډيو د وېب پاڼو په هغو راپورونو ده چې روسیه کې د اداري فساد په اړه شوي دي. 


دوی ویلي، که د ازادې اروپا راډیو په روسیه کې د اداري فساد د څېړنو په اړه خپل راپورونه له وېب پاڼو لیرې نه کړي، وېب پاڼې به یې بندې کړي.  


دغه وېب پاڼې د روسیې، اوکراین او مرکزي اسیا لپاره خپرونې لري. 


د فساد دا څیړنې د کریملین د سرسخته منتقد الکسي ناوالني د موسسې له خوا کېږي، خپله ناوالني اوس زنداني دی. 




د روسیې د رسنیو د تنظیم دولتي ادارې د دغو راپورنو د لیرې کولو لپاره ازادۍ راډیو ته څه باندې ۶۰ برښنا لیکونه لېږلي دي او ۲۴ ساعته وخت یې ورکړی چې دا لیکنې لیرې کړي. 


د فساد په دغو څېړنیزو راپورونو کې د هغې ماڼۍ په اړه هم ویل شوي چې د ادعاوو له مخې د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین له خوا د تور سمندر په یوه څنډه کې جوړه شوې ده. 


روسي چارواکو دغه لیکنې د سخت دریځۍ او ترهګرۍ ضد قانون څخه سرغړونه بللې ده. 


روسیې ورته غوښتنې له څه باندې لسو روسیي نشریو څخه هم کړي دي. 


د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان تېر دسمبر میاشت کې وویل چې روسي چارواکو د انلاین رسنیو د ازادۍ مخه نیولې او د سانسور هڅه یې کوي. 


روسیې له دې وړاندې هم پر ازادې اروپا راډیو او نورو ازادو رسنیو فشارونه راوستلي او عدلیې وزارت یې د دغو رسنیزو بنسټونه خبریالان بهرني اجنټان بللي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса