Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د طالبانو د کرنې وزارت: کاپیسا کې د کبانو د روزنې لوی فارمونه جوړوو

0
د طالبانو حکومت د کرنې او مالدارۍ وزارت په کاپیسا کې د کبانو د روزنې په زیاتېدو ټینګار کوي.


د دې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د کرنې وزارت سرپرست مولوي عبدالرحمان تېره ورځ کاپیسا ولایت ته سفر کړی او هلته يې د یوې غونډې پر مهال ټینګار وکړ چې د کاپیسا پریمانه اوبو او ښې هوا ته په کتو باید په دې ولایت کې د کبانو د روزنې فارمونه زیات شي.


د کرنې وزارت په خبرپاڼه کې ژمنه شوې چې په کاپیسا کې به د کبانو د روزنې لوی فارمونه جوړ شي او کرنیز خدمتونو ته به پراختیا ورکړل شي.


په کاپیسا کې اوس مهال د کبانو د تولید او روزنې ۲۶ فارمونه شته چې تېرکال يې ۱۵ ټنه کبان تولید کړي وو.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса