Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د طالبانو ځینو مخالفانو د جمهوريت د ملي جبهې په نوم د سازمان اعلان وکړ

0
د طالبانو ځینو مخالفانو د جمهوريت د ملي جبهې په نوم د یوه نوي سیاسي-پوځي سازمان د موجودیت اعلان کړی دی. 


د دې جبهې د مشرتابه شورا یوه غړي چې نه یې غوښتل د امنیتي دلایلو له امله خپل نوم واخلي، نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی د خلکو د حقونو په اساس د نوي جمهوري نظام د را ژوندي کولو او د ټولیزو ګټو د ساتنې هڅې کوي. 


د اعلامیې له مخې، دغه جبهه د افغانستان له یو شمېر ګوندونو، ډلو، سیاسي او ټولنیزو سازمانونو او مخورو اشخاصو جوړه ده چې ښځې هم په کې شاملې دي. 


دا نوې جبهه وايي چې د اړتیا په وخت کې به پوځي څانګه هم ولري. 


په دې اړه نور جزئیات په لاس کې نه شته چې دا سیاسي حرکت له کومو ګوندونو او اشخاصو جوړ دی. 


طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса