Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي

0
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، پاکستان ته د افغانستان صادرات ډېر شوي دي. 


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن سې شنبه (د سلواغې ۱۹مه) ازادي راډیو ته وویل، هره ورځ د افغان سوداګرو پر سوداګریزو توکو بار ۴۰۰ لارۍ د تورخم بندر او دغه شان له ۴۵۰ تر ۵۰۰ لارۍ هم د غلام خان او چمن بندرونو له لارې پاکستان ته تګ راتګ کوي. 


د ښاغلي الکوزي په خبره، په دغو لاریو کې له ۸۰ تر ۱۰۰یې افغانستان ته واردات کوي او نور یې له افغانستانه پاکستان ته توکي انتقالوي. 


ښاغلی الکوزی وایي، پاکستان ته په صادرېدونکو توکو کې وچه میوه، غالۍ، د ډبرو سکاره او طبي بوټي شامل دي او افغان سوداګر بیا د اوړو، غوړیو او وریجو په ګډون نور خوراکي توکي له پاکستانه افغانستان ته واردوي. 


دا په داسې حال کې ده چې مخکې تردې افغان سوداګرو تل له پاکستان سره په سوداګریزو راکړو-ورکړو کې شکایت کړی دی. 


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса