Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

مک کنزي: داعش تراوسه د موږ لپاره یو اوږد مهاله ګواښ دی

0
په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کېنت مک‌کنزي وایي، د اسلامي دولت سخت دریځه ډله سره له دې چې مشر یې روانه اوونۍ په سوریه کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ووژل شو، تراوسه یو ګواښ ده.


د جرمني د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې جنرال مک کنزي دغه څرګندونې په یوه مرکه کې چې نن خپره شوې کړي دي. 


د امریکا متحدو ایالاتونو وویل، د اسلامي دولت سخت دریځې ډلې مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي هغه مهال ځان ته چادونه وکړه چې امریکایي ځانګړو ځواکونو روانه اوونۍ د سوریې په شمالي ولایت ادلیب کې د هغه د اوسېدو پر ځای عملیات پیل کړي وو. 


نوموړي له ځان سره په دې چاودنه کې د خپلې کورنۍ څو غړي هم ووژل.


جنرال مک کنزي د متحده عربي اماراتو له رسمي خبري اژانس وام سره په دې مرکه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د هغه له وژل کېدو سره د داعش ګواښ هم له منځه ولاړ وویل، نه او زیاته یې کړه چې داعش تراوسه د موږ لپاره یو اوږد مهاله ګواښ دی. 


جنرال مک کنزي وویل، د داعش د مشر په وژل کېدو سره به د دې ډلې لپاره ګرانه وي چې په نړۍ کې خپل فعالیتونه همغږي کړي او هم به یې مړینه په سیمه ییزه کچه د داعش پرفعالیتونو هم اغېز ولري او ورته به ګرانه وي چې په هغو هېوادونو کې چې دا ډله فعاله ده، خپل فعالیتونه سره همغږي کړي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса