Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د لېډن پوهنتون غواړي د افغانستان په ګډون د ګڼو هېوادونو کلتور نندارې ته وړاندې کړي

0
د لېډن پوهنتون د ټوکرانو د څېړنې په مرکز کې د اسلامي جغرافیې، اناتولیا، منځنۍ اسیا، اروپا، منځني ختیځ، افریقا او امریکا څخه د ګڼو اثارو په ګډون له ۳۷ زره ډېر د کالو او لوازمو نمونې شته.


د یاد مرکز د رئیسې ګیلین ووګېلسنګا یسټووډ په وینا د جامو په راټولولو کې توکي معمولاً د بسپنې له لارې راټولیږي. 


ایسټووډ وايي، دا کالي د هغه وخت روحیه منعکسوي چې دوی کارول کېدل او د کلتوري میراث برخه دي ځکه ډیرې کیسې په کې نغښتي دي.  


هغې رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی د جرابو بډایه ټولګه هم لري.


د دې په وینا په اناتولیا کې خلک په ټولنه کې د خپل ځانګړي ځای سره سمې جرابې اغوندي. 


نوموړي وایي:" تاسي له دغو جرابو پوهیږئ چې د کوم ځای دي، څوک یې اغوندي.له جرابو معلومیږي چې ایا د نارینه وو، ښځو، کوچیانو یا د کلیوال دي. د دغو خلکو له جرابو معلومیږي چې ټولنیز حالت یې څه ډول دی؟ ایا دوی د واده په لټه کې دي؟ دا ټول معلومات، دا د خلکو له کالو معلومیږي.  


مېرمن ایستووډ زیاته کړې چې په ټولګه کې تر ټولو پخوانۍ ټوټه د ترکیې د کونیا له سیمې ده چې د دې په خبره دا ټوکر ۷۰۰۰ کاله پخوانی دی. 


دې ویلي چې غواړي د ترکیې ټولګه پراخه کړي چې د ټوکرانو نور رنګونه هم پکې شامل شي او د نندارتونونو له لارې خلکو ته دا ډول کلتوري معلومات وړاندي کړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса