Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د ارزګان مرکز او ولسوالیو کې د نیالګیو د کرلو کمپایل پیل شو

0
په ارزګان کې د کرنې رياست له خوا د دغه ولايت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې د بې میوو نيالګيو د کرلو کمپاین پیل شو. 


د کرنې او مالدارۍ رياست د اطلاعاتو مشر قدرت الله حميدي د ياد کمپاین د پیل پر مهال ازادي راډيو ته وويل: "د نيالګيو دې کمپاین کې به په لومړي ځل په مرکز او ولسواليو کې ۵۵۱۱ غير ميوه لرونکي نيالګي وکرو. له کمپاینه مو هدف د کروندګرو هڅول دي څو خپلو ځمکو کې نيالګي وکري."


نوموړي له عامو خلکو وغوښتل څو يو نيالګۍ د ځان او يو د هېواد سره د مينې په پار وکري. 


په ورته مهال هغه کسان چې د کرنې رياست څخه د نيالګيو اخيستلو او دغه کمپاين کې د ګډون په هدف راغلي وو وویل، روان کال يې اقتصادي ستونزې زياتې دي او د نورو کلونو پرتله د نيالګيو اخیستلو توان نه لري او له مسولينو یې وغوښتل چې ځمکه لرونکو ته دې په وړيا توګه نيالګي ورکړي.


دغه ولايت کې هرکال په زرګونه نيالګي ايښودل کېږي خو د دولت او عامو خلکو د نه پاملرنې له امله بېرته  له منځه ولاړ شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса