Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

صنعتکاران: لاهم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه‌ده حل شوې

0
د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، له ۲۰ ورځو وروسته هم د کابل د صنعتي پارکونو د برېښنا ستونزه نه ده حل شوې.


د دې ټولنې مشر عبدالجبار صافي نن د یکشنبې (د سلواغې ۲۴مه) په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د صنعتي پارکونو برېښنا له شلو ورځې پرې کېدو وروسته د برېښنا شرکت پرېکړه کړې چې په ۲۴ساعتونو کې به ۸ ساعته برېښنا صنعتي پارکونو ته ورکول کېږي.


ښاغلی صافی وايي، ۸ ساعته برېښنا تولیدي کارخونو ته بسنه نه کوي او هغوی نه شي کولی په ښه ډول فعالېت وکړي.


له دې مخکې هم صنعتکارانو ویلي و چې د برېښنا د پرې کېدو له امله د ۵۸۰ کارخونو کارونه درېدلي دي.


نوموړي زیاته کړه، د کابل ترڅنګ د خوست او ننګرهار صنعتي پارکونه هم برېښنا نه لري.


د ښاغلي صافي په وینا په تېرو ۲۰ کلونو کې زرګونه تولیدي کارخونو په ټول افغانستان کې فعالېت کاوه چې ۳۵۰ زره کسانو په کې کار کاوه، خو د برېښنا د نشتوالي او ځینو نورو ستونزو له امله ډېرې دا کارخونې وتړل شوې او سلګونه تنه وزګار شول.


 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса