Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د غزني چارواکي: د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی

0
د غزني د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې ولایت کې د صادراتو او وارداتو بهیر په نورمال ډول روان دی.


د دې خونې مشر عبدالمتین قلندري نن یکشنبه (د سلواغې ۲۴مه) ازادي راډيو ته وویل، له وروستیو سیاسي تحولاتو وروسته دې ولایت کې د څه مودې لپاره صادرات او واردات کم شوي وو، خو له دوو میاشتو راهیسې په نورمال ډول روان دي.


ښاغلی قلندري وايي، د دې ولایت سوداګرو، ممیز، بادام، د رېشقې او د شوتلې تخم هند، پاکستان او روسیې ته صادر کړي چې بدل کې یې خوراکي توکي او برېښنايي وسایل وارد کړي دي.


که څه هم ښاغلي قلندري د غزني ولایت د صادراتو او وارداتو په اړه کره ارقام وړاندې نه کړل، خو ويې ویل چې په روان لمریز کال کې افغانستان له یو میلیارډ څخه ډېر صادرات درلودل.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса