Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

خوست کې درې نیم ټنه تاریخ تېره خوراکي توکي وسوځول شول

0
نن د فبروري په ۱۳مه نېټه په خوست کې  درې نیم ټنه په تاریخ تېرخوراکي توکي چې د ښاروالۍ او امنیتي موظفینو په ګډو عملیاتو کې نیول شوي ول، وسوځول شول.


د ښاروالۍ د تصفیې د کمېسیون مشر نصیب دانش ازادي راډیو ته وویل، دوی په پلان کې لري چې راتلونکې اوونۍ د بنجاره توکو له پلورنځیو څخه هم تاریخ تېره توکي راټول کړي.


ښاغلي دانش زیاته کړه: "زموږ د ښاروالۍ له خوا د تاریخ تېرو توکو د ټولو لپاره یو پلاوی ګمارل شوی چې په ترکیب کې يې امنیتي ادارې هم دي، موږ د یوې میاشتې په موده کې تقریباً درې نیم ټنه په تاریخ تېر خوراکي توکي راټول کړي دي، موږ په راتلونکې هفته کې په بنجاره توکو لکه شامپو، د سرتېل دې ته مو هم طرحه جوړ کړې  چې عملیات ورباندې وکړو."


د ښاروالۍ مسوولینو له دوکاندارانو او سوداګرو غوښتنه وکړه چې د تاریخ تېره خوراکي او غیرخوراکي توکو له پلورلو دې ډډه وکړي، له هغې پرته به سرغړونکي نیول کېږي او هغوی ته به جریمه ورکول کېږي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса