Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د افغانستان بانک لس میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي

0
د افغانستان بانک سبا چهارشنبه لس میلیونه امریکایي ډالر لیلاموي.  


د افغانستان بانک له لوري ازادي راډیو ته په استول شوې، خبرپاڼه کې راغلي چې سبا چهارشنبه لس میلیونه امریکایي ډالر په بازار کې لیلامېږي او ټول بانکونه او پر شرایطو برابر د صرافۍ شرکتونه کولی شي په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.  


په خبرپاڼه کې ویل شوي، د لیلام ګټونکی مکلف دی چې د چهارشنبې ورځې تر پایه خپله مالي معامله بشپړه کړي او خپلې ټولې پولي معاملې په یو ځلي توګه پرې کړي.  


د افغانستان بانک وایي، د دې کار موخه دا ده چې د بهرنیو اسعارو، په ځانګړي ډول امریکایي ډالرو په وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شي.  


د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د افغانستان بانک د ډالرو له کمښت سره مخ و، خو په دې وروستیو کې د بشري مرستو په لړ کې افغانستان ته د نغدو پیسو سپارلو، تر یوه بربده دا تشه ډکه کړې ده.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса