Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

په جوزجان کې پر بزګرو او بڼوالو د ونو د وېش لړۍ پیل شوه

0
په جوزجان ولایت کې پر بزګرو او بڼوالو د میوه لرونکو او بې میوو ونو د وېش لړۍ پیل شوه.  


د کرنې اوبو لګولو او مالدارې وزارت ویاند مستعین عمري ازادي راډیو ته وویل، یاد وزارت د اکټېډ موسسې په مرسته په جوزجان ولایت کې پر بزګرو او بڼوالو ۸۰۰ ډول ډول ونې وېشلي دي.  


له یادو ۸۰۰ ونو، ۶۰۰ هغه یې میوه لرونکې او پاتې نورې یې بې میوې ونې دي چې د ښار د زرغونتیا لپاره د ښار په بېلابېلو برخو کې کېښنول کېږي. 


کرنې وزارت د دې کار موخه د بزګرانو او بڼوالو د کرنیزو توکو او میوو د حاصلاتو د زیاتېدو لپاره هڅې بولي چې په ترڅ کې به یې بڼوالو ته د بڼوالۍ نوې لارې چارې هم ور وښودل شي.  


د ښاغلي عمري په خبره، د نوي لمریز کال په رانږدې کېدو سره به پر بڼوالو او ښاریانو د میوه لرونکو او بې میوو ونو د وېشلو لړۍ چټکه شي.   



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса