Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د اسلامي همکاریو سازمان له افغان بزګرانو سره بېلابېلو برخو کې مرستې کوي

0
د اسلامي همکاریو سازمان غواړي په افغانستان کې دبشري مرستو ترڅنګ له افغان بزرګرانو سره په بېلابېلو برخو کې مرستې وکړي.  


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې له ځانګړي استازي سره تېره ورځ ناوخته په کابل کې تر لیدنې وروسته په ورته نور مسایلو هم خبرې کړي.  


د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د سرې میاشتې ځانګړي استازي عمر تاسلي افغان بزګرانو ته د مالدارۍ، د عصري کرنیزو فارمونو جوړولو او ابو لګولو په برخه کې د مرستو ژمنه کړې.  


د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبر پاڼې له مخې، د اسلامي همکاریو سازمان د خونې له چارواکو غوښتنه کړې چې د سوداګرۍ په برخه کې د یو شمېر لویو او وړو پروژو په تطبیق کې همکاري وکړي.  


په خبرپاڼه کې راغلي، د خونې چارواکو د اسلامي همکاریو سازمان ته د هر ډول پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса