Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

طالبان د نفتي موادو او مایع ګاز د کیفیت او بیو د کنټرول لپاره کمېټه جوړوي

0
د طالبانو حکومت اقتصادي کمېسیون پرېکړه کړې چې هېواد ته د واردېدونکو نفتي موادو او مایع ګازو د کیفیت او قیمتونو د کنټرول لپاره دې یو کمېټه جوړه شي.  


د ارګ په رسمي ټویټر پاڼه کې لیکل شوي چې تېره ورځ ناوخته د طالبانو د حکومت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون په ناسته کې د نفتي موادو او مایع ګازو دولتي شرکت او اړوندو ادارو ته د دې کمېټې د ژر جوړېدو امر شوی.  


په خبر کې راغلي، په دې ناسته کې دغه شان افغانستان ته د واردېدونکو خوراکي توکو او درملو د کیفیت د کنټرول لپاره هم اړوندو وزارتونو او ادارو ته دنده سپارل شوې چې په دې برخه کې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه او د حل لپاره یې کوټلي ګامونه واخلي.  


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو په واکمنېدو سره د نفتي موادو او دغه شان د خوراکي توکو د قیمتونو او کیفیت په برخه کې د خلکو شکایتونه زیات شوي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса