Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

امریکا خپلو اتباعو ته: له روسیې احتمالي وتلو ته چمتووالی ولرئ

0
په مسکو کې د امریکا د متحدو ایالاتونو سفارت په روسیه کې ډېره امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی، چې له دغه هېواده احتمالي وتلو ته چمتووالی ولري.


دغه سفارت دا خبرداری د روسیې د اهدافو ناڅرګندو ګواښونو ته په پام داسې وخت ورکړی چې غربي حکومتونو ویلي، پر اوکراین د روسیې یرغل ډېر ژر پېښېدونکی ښکاري. 


د سفارت په بیانیه کې ویل شوي چې د مسکو په ګډون په سنټ پټرزبورګ او د اوکراین پولې ته څېرمه په لانجنمنو سیمو کې پر پلورنځیو، د رېل ګاډو او مېټرو پر تمځایونو او نورو عمومي ځایونو او د خلکو د راټولېدو پر مرکزونو د حملو تهدیدونه شته. 


د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې ماریا زخارووا ویلي چې امریکايي چارواکو د احتمالي حملو د ګواښ اړه خپل اطلاعات له روسیې سره نه دي شریک کړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса