Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

طالبان: په غزني کې د مخابراتي شبکو د فعالېدو کار پیل شوی 

0
په غزني کې د طالبانو د حکومت سیمه ییز چارواکي وايي هڅه کوي چې د دغه ولایت اړوند په ټولو ولسوالیو کې د مخابراتي شبکو خدمتونه فعال کړي. 


دوی وايي تر اوسه پورې یا په ځینو ولسوالیو کې د دغه شبکو فعالیتونه نه دي وړاندې شوي او یا هم د جګړو له امله بېرته له کاره لوېدلي دي. 


د اطلاعاتو او کلتور ریاست سرپرست، مولوي حبیب الله مجاهد د یکشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل د دغه کار پیل یې د غزني له مرکز څخه کړی. 


نوموړی وايي، د یکشنبې په ورځ د دغه ولایت د والي مولوي محمد اسحاق اخندزاده په هڅو او زیار یې د غزني مرکز اړوند په قره باغي سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې یوه پایه درولې. 


ښاغلی مجاهد زیاتوي:" د غزني ولایت په ځینو ولسوالیو کې تلیفونونه کمزوري دي کار نه کوي، لکه ناوه، ګېرو، اب بند او داسې نورې، په دغه سیمو کې پایې کمې او د خلکو اړتیا زیاته ده، د غزني مشران په پام کې لري چې په ټولو ولسواليو کې شبکې فعالې کړي، پایې ودروي او خلک ګټه ورڅخه پورته کړي."


دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د ځینو نورو سیمه کې هم خلک د سلام دولتي مخابراتي شبکې ترڅنګ د ټولو خصوصي مخابراتي شبکو له ناسمو فعالیتونو ناخوښ دي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса