Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د مېرمنو اعتراضیه غونډه؛بایډن دې د افغانستان د شتمنۍ په اړه خپله پرېکړه واخلي

0
یو شمېر افغانو ښځو نن د ملګرو ملتونو د استازولۍ یوناما دفتر په وړاندې اعتراض کړی.


دوی چې ځان د افغانستان ملت د پیوستون کاروان په نوم د یوه بنسټ غړې بولي وایي چې د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس له لوري د سپتمبر ۱۱می پېښې د قربانیانو کورنیو ته د افغانستان د ۳.۵ میلیاردو ډالرو د ځانګړي کېدو د پرېکړې د ردولو غوښتونکي دي.  


د دی بنسټ مسؤلې شګوفې نجات احمدزۍ او د یاد بنسټ یوې غړې ارزو صدیقي ازادي راډیو ته وویل:" موږ د امریکا متحده ایالاتو له محکمې غواړو چې یو عادلانه قضاوت وکړي، ځکه دا د افغانانو پیسې دي او له جو بایډنه هم غواړو چې خپله پریکړه دې بېرته واخلي."  


"زموږ د دي لاریون هدف د جو بایډن د پرېکړې غندل دي، موږ خپل حق غواړو او دا پیسې د افغانانو حق دی. "  




د افغانستان ملت د پیوستون کاروان مسؤلان وایي، دا یو غیر انتفاعی بنسټ دی او په ۱۳۹۸کال کې رامنځته شوی دی.  


د امریکا جمهور رئیس جو بایدن د روان کال د فبروري میاشتي په ۱۱مې د یو فرمان په ورکولو سره اعلان وکړ چې په افغانستان کې د اقتصادي او بشری کړکېچ د حل لپاره به د افغانستان بانک له ۷ملیارده کنګل شویو پیسو یوه اندازه ازادې کړي، خو ویې ویل چې د دې پیسو نیمایي به په امریکا کې د سپتمبر د ۱۱مې پيښی د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي.  


دا فرمان په افغانستان او بهر کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شو.  


اعتراض کونکی وایي چې د سپتمبر د ۱۱مې پېښې بریدونه افغانانو پورې اړه نه لري او د افغانستان مالي شتمنۍ باید د یادې پېښې د قربانیانو کورنیو ته ور نه کړل شي.  


د بشري حقونو د څار سازمان هم ویلي که د افغانستان بانکي شتمنۍ په دې ډول ووېشل شي، د افغانستان اقتصادي ټیکاو به له منځه ولاړ شي.  


خو سپینې ماڼۍ او د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د امریکا فدرالي محکمه به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса