Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

ملګرو ملتونو د نړۍ د دولتونو د مشرانو له‌ نوملړه، د اشرف غني نوم‌ لېرې کړ

0
ملګرو ملتونو په خپل وېب‌سایټ کې د نړۍ د دولتونو د مشرانو له‌ نوم‌لړه، د جمهور رییس په توګه د محمداشرف غني نوم‌ لېرې کړی دی.


ترڅنګ یې له دې نوم‌لړه د افغانستان د مخکني جمهوري حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د محمد حنیف اتمر نوم هم لېرې شوی دی.


د ملګرو ملتونو په دې نوم‌لړ کې د دولت مشر، د حکومت مشر یا صدراعظم او د بهرنیو چارو د وزیرانو نومونه لیکل شوي، خو اوس د افغانستان د دې ټولو لوړو مقامونو ځایونه خالي پاتې دي.




د ملګرو ملتونو په ویب‌پاڼه کې د ښاغلي غني د مېرمنې رولا غني‌ نوم هم د افغانستان د 'لومړۍ مېرمن' په توګه له دې پاڼې لېرې شوی دی.


طالبانو د دې اقدام هرکلی کړی دی.


د طالبانو د حکومت له‌خوا ملګرو ملتونو ته د افغانستان د استازي په توګه معرفي شوی سهیل شاهین نن ازادي راډیو ته وویل، ملګري ملتونو باید دا پرېکړه ډېر وړاندې کړې وای.


نوموړي وویل: "د کابل اداره د افغانستان په یوه برخه هم حاکمیت نه‌لري او اوس د تاریخ یوه برخه ګرځېدلې. دا حقیقت باید ټول ومني. له ملګرو ملتونو زموږ غوښتنه دا ده چې د افغانستان چوکۍ اسلامي امارت ته وسپاري، ځکه په ټول هېواد حاکمیت لري او د ولس ملاتړ له ځان سره لري."




خو د ملګرو ملتونو په وېب‌پاڼه کې لاهم د افغانستان د لومړي درجه واکمن مقام "د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رییس" په نوم خوندی دی چې د نظام بڼه اسلامي جمهوریت معرفي کوي، داسې مهال چې طالبانو خپل اوسني حکومت ته د افغانستان اسلامي امارت نوم ورکړی، هغه چې تر اوسه چا په رسمیت نه دی پېژندلی.


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي نصیر احمد فایق په دې تړاو خپاره شوي راپورونه په خپله ټویټرپاڼه د تایید په بڼه خپاره کړي دي.




تر اوسه محمد اشرف غني او محمد حنیف اتمر د ملګرو ملتونو د دې پرېکړې په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.


ملګري ملتونه داسې مهال دا پرېکړه کوي چې تېرو دوو اوونیو کې په دې سازمان د افغانستان د دایمي استازي په چوکۍ ناندریو زور واخېست او ښاغلي اتمر د یوه لیک په ترڅ کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونیو ګوترېش وغوښتل، څو د نصیر احمد فایق چوکۍ محمدولي نعیمي ته وسپاري.


خو ښاغلي فایق په دې اړه تُند غبرګون وښود او دا یې د ځان پر وړاندې توطیه وبلله. هغه اوس هم په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی دی.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса