Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

تورخم ته د طالبانو د سوداګرۍ وزیر سفر ځنډول شوی

0
د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، پاکستاني چارواکو سره د خبرو لپاره تورخم ته د یاد وزارت د سرپرست وزیر سفر ځنډول شوی. 


په پام کې وه چې نن  د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ او صنعت سرپرست وزیر نور-الدین عزیزي  تورخم ته ولاړ شي او د افغانستان او پاکستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ پر مسایلو له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.‌  


د طالبانو د صنعت او سوداګری وزارت وياند مولانا زهير نن ازادي راډيو ته وویل، چې ياد سفر د تخنيکي ستونزو له امله د نن ورځې لپاره ځنډول شوی.  


نوموړي تېره ورځ ازادي راډيو ته ويلي و چې افغان پلاوی به  طورخم ته په خپل سفر کې د بندرونو د همغږۍ د کمېټې د رامنځته کولو، د بندرونو تاسیسات، په سیمه ییزو پیسو راکړه-ورکړه او د جلال اباد او پېښور ترمنځ د بسونو د ورځني تګ راتګ په موضوعات  له پاکستاني پلاوي سره خبرې وکړي. 


په دې موضوعاتو د خبرو لپاره داسې مهال ویل شوی و چې له پاکستان سره په بندرونو کې د افغان سوداګرو سوداګريزې او ټرانزیټي ستونزې په دې ورستيو کې زياتې شوې دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса