Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Февраль
2022

د کندز په خان اباد کې د هاوان سرګولولې چاودنې ۲ ماشومان وژلي

0
د کندز په خان اباد ولسوالۍ کې د هاوان سرګولولې چاودنې له امله  ۲ ماشومان وژل شوي دي 


یوې معتبرې سیمه ییزې سرچینې نن دوشنبې( د کب په ۹مې) ازادي راډیو ته وویل پرون مازدیګر د خان اباد ولسوالۍ د محب الله خان په سیمې کې یو شمېر ماشومانو د هاوان پر مرمۍ لوبې کولې چې پرې چاودلې ده او له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان شوي دي 


د سرچینې په وینا، چې وژل شوې ماشومان د یوې کورنۍ غړي دي او د پېښې ټپیان د درملنې په خاطر روغتون ته انتقال شوي دي. 


دا لومړۍ ځل نه دی چې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله ماشومانو ته مرګ ژوبله اوړي، بلکې له دې وړاندې هم په دې ولایت کې ورته پېښې رامنځه شوې وي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса