Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ شو

0
د امریکا د خزانې وزارت نوی جواز چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولای شي په دغه هېواد کې دننه له ګنو مثبتو غبرګونونو سره مخ شوی.


د افغانستان مرکزي بانک، ماليې وزارت او سوداګرۍ خونې دا ګام د افغانستان د اقتصاد په بيا رغولو کې مثبت بللی او له امريکا یې د نورو محدويتونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې.


د يادو ادارو په اعلاميو کې ويل شوي چې ورته ګامونه په سوداګريزو چارو، پولې راکړې ورکړې او اقتصادي ثبات لپاره مهم دي.


د امريکا د خزانې وزارت دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا په موخه نوی جواز صادر کړ.


د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت دا جواز د جمعې په ورځ صادر کړ.


د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ویلي، دا جواز په دې هدف صادر شوی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه و نه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.


د دې جواز پر بنسټ، له دې وروسته مالي ادارې، نا دولتي موسسې، نړیوالې موسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه پر طالبانو د امریکا بندیزونو ته پام، په بېلابېلو برخو کې معاملې او مالي فعالیتونه مخته وړلی شي.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса