Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

ملګري ملتونه: د روسیې د ډپلوماټیک ماموریت ۱۲ غړي دې له امریکا ووځي

0
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د ډپلوماټیک ماموریت ۱۲ غړو ته امر وشو چې تر را روانې دوشنبې ورځې د امریکا له متحدو ایالاتونو ووځي.  


پر دغو کسانو د استخباراتي فعالیتونو او په جاسوسۍ کې د لاس درلودلو تور لګول شوی دی.  


په ملګرو ملتونو کې د امریکا د ماموریت یوې ویاندې وویل، هغو روسي ډپلوماټانو چې له امریکا یې د وتلو امر شوی، په جاسوسي فعالیتونو کې د لاس درلودلو له کبله یې په امریکا کې د استوګنې له امتیازونو ناوړه استفاده کړې ده چې دا کار یې د امریکا له ملي ګټو سره په ټکر کې دی.  


په ملګرو ملتونو کې د امریکا ماموریت ویلي، د روسیې ډپلوماټانو د اخراج موضوع له څو میاشتو راهیسې د تحول په حال کې وه او دا له ملګرو ملتونو سره د امریکا له موافقې سره اړخ لګوي، هغه هېواد چې د ملګرو ملتونو کوربه­ توب کوي. 


په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر واسیلي ني­بین­زیا دا پرېکړه له امریکا سره د ملګرو ملتونو له موافقې جدي سرغړونه بللې ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса