Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

امریکا او ۱۰ هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د توغندي ازموینه وغندله

0
د امریکا متحدو ایالاتونو او لسو نورو هېوادونو د شمالي کوریا له خوا د بالسټیک توغندي تازه ازموینه وغندله. 


دوی دا توغونه غیرقانوني او بې ثباتوونکی اقدام بللی او د ملګرو ملتونو له امنیت شورا یې غوښتنه وکړه چې دا شورا یې هم وغندي ځکه چې د امنیت شورا له ګڼو پرېکړه ­لیکونو سرغړونه کوي.  


د امریکا په ګډون دغو یوولسو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې د ملګرو ملتونو له ټولو غړو هېوادونو غوښتنه کړې، څو هغه پرېکړه ­لیکونه تطبیق کړي چې له شمالي کوریا غواړي چې له ویجاړوونکو وسلو لاس واخلي او خپل د بالسټیک میزاییلو پروګرامونه بند کړي.  


د شمالي کوریا ګاونډیو هېوادونو تېره یکشنبه کشف کړه، یو میزایل چې ۳۰۰ کیلومتره یې مزل وکړ، تر ۶۰۰ کیلومتره ارتفاع وهلو وروسته د شمالي کوریا په ختیځ ساحل کې ولګېد.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса