Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې په ۳ سوه کورنیو مرستې وېشل پیل کړل

0
نن په خوست کې د سرې میاشتې ټولنې د رضا کارانو له خوا په درې سوه بې وزلو او غریبو کورنیو باندې د خوراکي توکو د مرستو د بستو د وېشلو بهیر پیل شو.


یاده مرسته د ترکیې هېواد هلال احمر کمیټې له خوا برابره شوې ده.


د سرې میاشتې رضا کارانو وویل، دوی د مستحقینو په غوراوي کې پوره زحمت ګاللی او دا درې سوه کورنۍ يې یوازې د خوست د صبریو له ولسوالۍ انتخاب کړي دي.


د خوست د سرې میاشتې رئیس مفتي ذین العابدین ازادۍ راډیو ته وویل چې د دې مرستو په هره بسته کې  ۱۱ قلمه بېلابېل خوراکي توکي په کې دي.


یاده دې وي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي، په اوس وخت کې په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر ۲۴ ملیونه او ۴ لکو ته رسیږي.


د یادې کمیټې د مالوماتو پر بنسټ دا د تېر ۲۰۲۱ز کال په نسبت بشري مرستو ته د اړو کسانو په شمېر کې ۳۰ فیصده زیاتوالی ښیي.


دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته بې وزلي زیاته شوې او ډېری خلک د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه لري.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса