Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

کابل ښاروالۍ: د ونو پرې کول جرم دی، سرغړونکی به یې نغدي جریمه شي

0
د نیالګیو کینولو د موسم په پیلېدو سره، کابل ښاروالۍ یو ځل بیا ټینګار کوي چې د ونو پرې کول او هغو ته زیان رسول جرم دی.  


د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وایي، تېر کې هم د چاپیریال ساتنې قوانین پلي شوي او اوس به یې هم دوی تطبیق کړي.  


ښاغلی بارکزي ازادي راډیو ته وویل، کابل ښاروالۍ هرکال د هرې ونې پر اوبولو او ساتلو له ۲۵۰۰ تر درې زرو افغانیو لګښت کوي، نو هغوی چې ونې پرې کوي او زیان ورسوي باید جریمه پرې کړي.


بارکزي زیاته کړه: "هره ونه چې له منځه یوسي، لګښت یې مشخص دی. موږ په ډېرې اسانۍ سره کولی شو، د ونې عمر معلوم کړو او د ونې د عمر پر بسټ به له سرغړونکي څخه جریمه واخلو. د بېلګې په ډول، که یوه ونه پنځه کلنه وي او څوک ورته زیان ورسوي، ۱۵ زره افغانۍ به جریمه شي." 




کابل ښاروالۍ په داسې حال کې د نیالګیو او ونو پر ساتنه او د چاپیریال ساتنې د قوانینو له سرغړونکو سره د قانوني چلند خبره کوي چې همدا اوس کابل ښاریان له ککړې هوا او ککړ چاپیریال څخه شکایت کوي.  


د کابل ښار دوو اوسېدونکو، حسن حسینیار او شکیلا د کابل ښاروالۍ له دې پرېکړې په هرکلي سره ازادي راډیو ته وویل: "د نیالګي له کینولو د هغې ساتنه مهمه ده، هیله لرو چې دا ځل کابل ښاروالۍ د ونو د ساتلو او اوبولو برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي او له هغو کسانو سره قانوني چلند وکړي چې ونې پرې کوي.  


-د جګړې په کلونو کې شین چاپیریال ته ډېر پام نه دی شوی، نو د ونو پرېکوونکو په اړه کومه مقرره چې اوس د کابل ښاروالۍ له لوري خپره شوې او له دوی سره به قانوني چلند کېږي، دا یو ښه ګام دی."  


د کابل ښاروالۍ له لوري د خپرو شوېو شمېرو له مخې، په کابل کې ۳ میلیونه ونې شته چې د ساتنې او اوبه کولو مسوولیت یې د دوی په غاړه دی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса