Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د اوکراین یو پلاوی له روسي پلاوي سره د خبرو په پار بېلاروس ته ولاړ

0
په داسې حال کې چې روسي ځواکونو د اوکراین پر خارکیف بریدونه زیات کړي او یو شمېر نور ښارونه یې محاصره یې کړي، د اوکراین یو پلاوی پرون له کیف د بېلاروس بریست ښار ته وخوځېد چې د یوه اوربند پر سر له روسي پلاوي سره دوهم دور خبرې ترسره کړي. 


د اوکراین ولسمشرۍ هم د دغه پلاوي د تګ خبره تایید کړه. خو د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي  رویټرز اژانس او د روسیې سي اېن اېن ټلوېزیون ته ویلي چې لومړی باید د اوکراین پر ښارونو بمباري بنده شي، څو د یوه اوربند لپاره بامفهومه خبرې پیل شي. 


د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یوه همکار ولودمیر میډینسکي پرون وویل،په دې مذاکراتو کې به پر اوربند سربېره په اوکراین کې د یوه بشري دهلیز پر موضوع هم خبرې وشي. 


په عین حال کې د روسیې دفاع وزارت پرون د لومړي ځل لپاره خپل لوري ته په دې جګړه کې د اوښتو تلفاتو شمېر اعلان وکړ او ویې ویل چې د دغې جګړې په ترڅ کې یې ۴۹۸ سرتیري وژل شوي دي.


د دې وزارت ویاند ایګور کوناشینکو په خپله ټویټرپاڼه کې په یوه ویډیويي پیغام کې دغه راز وویل ، نور ۱۵۷۹ روسي سرتیري په دې جګړه کې چې د فبرورۍ په ۲۴مه پیل شوې او نن یې اتمه ورځ ده، ټپیان شوي دي. 


خو د روسیې پوځ ته د اوښتو تلفاتو دغه شمېره تر اوسه خپلواکو سرچینو نه ده تایید کړې او د اوکراین چارواکو بیا ویلي چې د روسي ځواکونو د تلفاتو شمېر۶ زره تنو ته رسیدلی. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса