Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د اوکراین د جګړې د درېدو هڅې؛ روسیه او اوکراین به پر اوربند وغږیږي

0
روسیه او اوکراین به نن د سولې د خبرو په دوهمه غونډه کې پر اوربند خبرې وکړي.


دا خبرې د بېلاروس دننه د اوکراین پولې ته نژدې د برېسټ په نوم سیمه کې ترسره کېږي. 


داسې ښکاري چې دواړه لوري سره لېرې دي.  مسکو پردې ټینګار کوي چې اوکراین دې بې وسلې شي، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دا د اوکراین د بریالیتوب جګړه ده. 


د اوکراین ولسمشر ولودومیر زلنسکي رویټرز اژانس او سي اېن اېن ته بیا ویلي دي چې روسیه باید د اوربند پرسر د اغېزمنو خبرو تر پیل مخکې له بمبارۍ لاس واخلي. 


بل لور ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې همکار ولودیمیر میدینسکي پرون وویل چې د اوربند ترڅنګ اوکراین ته د بشري مرستو د منظمو رسولو مساله هم باید وڅېړل شي. 


د اوکراین جمهوري ریاست تایید کړې ده چې پلاوی یې د سولې د خبرو د ځای په لور خوځیدلی دی. 


دا خبرې په داسې وخت کې پیلېږي چې روسیه پر اوکراین د برید له امله د نړیوالو له لوري ډېره منزوي شوې ده او د ملګرو ملتونو له یو سل او درې نوي غړیو هېوادونو یو سل او یوڅلوېښت هېوادونو له مسکوه وغوښتل چې له اوکراینه خپل پوځیان وباسي.


په ورته وخت کې د جرمونو نړیوالې محکمې په اوکراین کې د احتمالي جنګي جرمونو لپاره تحقیقات پيل کړي دي. 


د ډپلوماټیکو هڅو په لړ کې د امریکا د متحد ایالاتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن غواړي نن اروپا ته سفر وکړي او له بلجیم، پولنډ، مالدووا او بالتیکس هېوادونو څخه کتنه وکړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса