Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

نایجریا افغانستان لپاره له وجهي صندوق سره مرسته کړې

0
نایجریا د افغانستان د بشر دوستانه مرستو له وجهي صندوق سره یو میلیون ډالره مرسته کړې ده.


د طالبانو د حکومت دولتي باختر اژانس پرون د کب میاشتې په ۱۳مه نېټه ناوخته راپور ورکړی چې د نایجریا دولت د محمدو بوهاري په مشرۍ د اسلامي همکاریو سازمان له لوري له افغانستان سره دا مرسته کړې ده.


د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه په یو پیغام کې ویلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه هڅه کوي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.


دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوالو ادارو پرله پسې راپورونه ورکړي چې اوس مهال دغه هېواد له اقتصادي کړکېچ سره مخ دی.


د افغانستان اقتصاد وروسته له هغه له کړکېچ سره مخ شو چې امریکا د افغانستان شتمنۍ کنګل او نړیوالو له دغه هېواد سره خپلې مرستې وځنډولې.



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса