د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیې کې خپل فعالیت وځنډاوه
دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هرهغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځ څخه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومیدای شي.
د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وویل، دغه پریکړه پردې راډیو پرحقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده.
ښاغلي فلای ویلي، خپلو روسي مخاطبانو ته به د راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي او هغوی ته د رسېدو لپاره به له هر پلاتفورم څخه کار واخلي چې کله د دې وخت راورسیږي چې دوی تربل هروخت زیات زموږ ژورنالیزم ته اړتیالري.
د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسیې لپاره له ۱۹۵۳ کال راهیسې نشرات پیل کړي او له ۱۹۹۱ کال راپدیخوا یې په مسکو کې خپله څانګه پرانیستي ده.
