Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

روسیه کې د ازادي راډیو فعالیت وځنډېد؛ چارواکو یې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه

0
د ازادې اروپا- ازادي راډیو په روسیه کې خپل فعالیت وروسته له هغې وځنډاوه چې د روسیې د مالیې چارواکو د دې راډیو د روسي څانګې پرضد د افلاس څېړنه پیل کړه او پولیسو یې پر خبریالانو فشارونه زیات کړي دي. 


دغه اقدام دغه راز وروسته له هغې کېږي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو قانون توشیح کړ چې له مخې یې هر هغه خبریال چې د اوکراین د جګړې په اړه د کریملین له دریځه انحراف کوي، په پنځلس کاله بند محکومېدای شي. 


د ازادې اروپا- ازادي راډیو عمومي رئیس جیمي فلای وویل، دغه پرېکړه پردې راډیو پر حقیقت د پوتین د رژیم د برید له امله تپل شوې ده.




ښاغلي فلای پرون یکشنبې په یوه اعلامیه کې وویل: "له کلونو ګواښونو، ډارولو او ځورولو وروسته چې زموږ ژورنالېستان ورسره مخامخ و، کریملین په ډېره وارخطایۍ هڅه کوي چې په اوکراین کې د خپلې غیر قانوني جګړې په اړه د روسیې وګړي له حقیقته خبر نه شي او اوس صادقه خبریالان د روسیې د دولت له خوا د خاینانو په توګه په نښه کېږي." 


ښاغلي فلای دغه راز ویلي، خپلو روسي مخاطبانو ته به د راپورونو خپرولو ته دوام ورکړي او په دغه وخت کې چې دوی تر بل هر وخت زیات زموږ ژورنالېزم ته اړتیا لري، د رسېدو لپاره به لا زیات له هر پلاټفورمه کار واخلي. 


د ازادې اروپا- ازادي راډیو او یو شمېر نورو رسنیو پر وړاندې د دیوالي کېدو یا افلاس پروسه د روسیې پر رسنیو د څار ادارې د مقرراتو پر اساس پر مخ وړل کېږي.


د دې ادارې د مقرراتو له مخې دغه رسنۍ باید د خپلو ټولو راډیويي او لیکلي راپورونو او هم د جوړو شوېو ویډیوګانو په پای کې ولیکي چې دغه مطالب د یوې بهرنۍ اجنټې ادارې له خوا برابر شوي دي. 


د ازادې اروپا- ازادي راډیو د دغې ادارې له لګول شوېو مقرراتو څخه سرغړولی او ویلي یې دې چې پر ځان د بهرني اجنټ نوم نه شي ایښودی، ځکه هغه د دولت پر وړاندې یو دښمن انګېرل کېږي.


د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسي څانګې مشر اندرې شرې نن یکشنبې په بیان کې وویل: "موږ د هېچا اجنټ نه یو او داسې مو انګېرلې او انګېرو چې پر دغه نوم د یادولو غوښتنه سانسور او زموږ د ایډیټوریال په داخلي پالیسۍ کې د لاسوهنې یوه هڅه ده."  


د روسیې پررسنیو د څارادارې روسکوم نادزور له رسنیو غوښتي چې یوازې دې هغه معلومات خپروي چې د رسمي سرچینو پر اساس برابر شوي دي.


دغې اداره همداشان رسنۍ له دې منع کوي چې په اوکراین کې جګړې ته د روسیې د بې دلیله جګړې نوم ورکړي یا د روسیې یرغل وبولي بلکې ټینګار کوي چې هغه دې د ځانګړیو پوځي عملیاتو په نوم یاد شي.


د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسي څانګې مشر دغه راز ویلي، څانګه به له روسیې بهر د دغې جګړې په اړه د راپورونو خپریدو ته دوام ورکړي. 


د ازادې اروپا- ازادي راډیو د روسیې لپاره له ۱۹۵۳ کال راهیسې نشرات پیل کړي او له ۱۹۹۱ کال راپدیخوا یې په مسکو کې خپله څانګه پرانیستي ده. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса