Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: د افغان رسنیو لپاره د بهرنۍ مالي مرستې د را خپلولو په لټه کې یو

0
په کابل کې یوه سیمه‌ییزه خبریاله اصیله احمدزۍ د  رسنیو د  مالي او د خبریالانو د اقتصادي ستونزو په اړه وايي، د جمهوري نظام له سقوط وروسته، ډېر شمېر رسنۍ د اقتصادي ناورین سره مخ شوې او اوس د دې وړتیا نه‌لري چې د خپلو کار کوونکو حقوق ورکړي. 


اغلې احمدزۍ زیاته کړه: "د افغانستان په رسنیو کې کار کوونکي چې وروستیو کې ورته بودجه نه‌شته، خپلې دندې پريښي." 


د افغانتسان د ازادو ژورنالیستانو ټولنه د رسنیو د اقتصادي ستونزو په تایید سره وايي، د دوی د سروې پر بنسټ چې د ۲۰۲۱ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې یې وکړه، له ۵۴۳ رسنیو ۲۳۱ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ د بېلابېلو په ځانګړي اقتصادي ستونزو له امله تړل شوي دي. 


د دې ټولنې ویاند پرویز امین‌زاده ازادي راډیو ته وویل، د دغو رسنیو په تړلو سره نږدې ۶ زره خبریالان هم بې‌دندو شوي: "د سیاسي بدلون په پایله کې نږدې ۶ زره خبریالان بې دندې شوي چې له دې شمېر ۲زره یې نجونې او ښځې وې." 


ښاغلی امین‌زاده ټینګار کوي، که د رسنیو مالي ستونزو ته پام و نه شي، له څو محدودو رسنیو پرته به ټولې وتړل شي. 




هاخوا د افغانستان د خبریالانو د ملي کور رییس سیدیاسین متین وايي، اوس‌مهال اقتصادي ستونزې د رسنیو او خبریالانو لپاره تر ټولو بنسټیزې ستونزې دي: "له هغه بدلون وروسته چې په افغانستان کې راغی، خبریالان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او ډېر شمېر رسنیو د اقتصادي ستونزو له امله خپلې چارې درولي دي." 


د رسنیو د مالي ستونزو په اړه داسې مهال دا څرګندونې کېږي چې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي، هڅه کوي چې د رسنیو د سقوط د مخنیوي موخه د دوی لپاره بهرنی مالي ملاتړ خپل کړي. 


ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاندویانو نظر واخلو، خو یو یې هم خبرو ته حاضر نه شوو. 


له دې وړاندې د ژورنالیستانو نړیوال فډراسیون د سلواغې میاشتې په لومړیو کې ویلي و، د اګسټ له ۱۵مې وروسته، د ۶۰۳ رسنیو څخه ۳۱۸ یې تړل شوي دي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса