Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

د فرانسې خبري اژانس: داعش ډلې ۱۵ سوري سرتېري وژل شوي

0
د فرانسې خبري اژانس د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې په حواله ویلي چې د اسلامي دولت یا داعش ډلې د برید په پایله کې ۱۵ سوري سرتېري وژل شوي دي.


د سوریې دولتي خبري اژانس بیا په دې برید کې د ۱۳ پوځیانو وژل کېدل او د ۱۸ نورو ټپي کېدل تایید کړي.


ويل کېږي چې ښايي په بريد کې د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم لوړه شي ځکه چې د يو شمېر ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.


د سوریې د پوځیانو پر یوه موټر باندې دا برید پرون د پالمیرا په دښته کې شوی دی. 


که څه هم د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې د برید پړه پر داعش اچولې، خو داعش تر اوسه په رسمي ډول د دې برید مسؤلیت نه دی منلی.


د فرانسې خبري اژانس په وینا، که څه هم ۲۰۱۹ کال د داعش خلافت ماته وخوړه خو دې ډلې په سوریه کې خپلو وژونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса