Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

اسلام اباد پولنډ ته د خپلو اتباعو د د ایستلو په موخه الوتکه ولېږله

0
اسلام اباد نن پولنډ ته یوه الوتکه ولېږله څو هغه ۳۰۰ پاکستانیان چې د اوکراین له جګړې پولنډ ته تښتېدلي، پاکستان ته ولېږدوي.  


د پاکستان نړیوال هوايي شرکت ویلي، د دغو کسانو اکثریت محصلان دي.   


د اسوشېټېډ پرېس خبري اژانس په حواله، که څه هم پاکستان ویلي جګړه حل لار نه ده او د اوربند غوښتنه یې کړې، خو اسلام اباد پر اوکراین د روسیې حمله نه ده غندلې.  


د پاکستان صدراعظم عمران خان د فبرورۍ میاشتې پر ۲۴مه څو ساعته وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین پر اوکراین د حملې امر وکړ، له ولسمشر پوتین سره کتلي وو. 


پاکستان تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې چې پر اوکراین د روسیې د حملې د غندلې لپاره رابلل شوې وه، د دې حملې له غندلو ډډه وکړه. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса