Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

طالبان: په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن یو

0
د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونو ته ژمن دی.  


د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد نن په خپل ټویټر کې لیکلي، د ښځو نړیواله ورځ یو ښه فرصت دی چې افغان ښځې په کې د خپلو مشروع حقونو غوښتنه وکړي.  


نن د مارچ میاشتې اتمه، د ښځو نړیواله ورځ ده چې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي.  


د بشري حقونو رعایت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو  ته درناوی د لویدیځ له عمده غوښتنو څخه دي چې د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره مطرح کړي دي.


د بشري حقونو بنسټونو په وار- وار د نجونو او ښځو پر وړاندې د طالبانو پر چلند انتقاد کړی دی.  


له دې ډلې د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان پرون دوشنبه په یوه راپور کې وویل، په افغانستان کې د طالبانو تر ولکې لاندې ښځینه خبریالانې له سختو فشارونو سره مخامخې دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса