Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

سرچینې: نیمروز کې طالبانو له ایراني پوله ساتو ځواکونو سره نښته کړې

0
په نیمروز کې محلي سرچینې وايي، تېر مازیګر د طالبانو او د ایران د سرحدي ځواکونو ترمنځ د یوه ساعت لپاره وسله واله نښته وشوه.  


په زرنج کې د طالبانو یوې سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله یې د نوم له اخیستلو ډډه کوله ازادي راډیو ته وویل چې په دې نښته کې له سپکو او درنو وسلو کار اخیستل شوی دی.  


د سرچینې په وینا، نښته هغه وخت پیل شوه چې افغان کروندګرو د کنګ ولسوالۍ په سیخسر سیمه کې د یوه کانال د کیندلو کار پیل کړ، خو ایراني سرحدي ځواکونه د افغانستان خاورې ته تر اوښتو وروسته یې د دوی د مخنیوي هڅه وکړه.  


د سرچینې په حواله وروسته طالبانو د ایران د سرحدي ځواکونو په وړاندې اقدام وکړ، چې خبره وسله والې شخړې ته ورسېده او د طالبانو یو موټر په اور سوځېدلی دی.  


ځینو نورو سرچینو، افغان اسلامي اژانس ته ویلي، په دې نښته کې د ایران څلور سرحدي ساتونکي وژل شوي، د طالبانو په لوري کې د مرګ ژوبلې په باب معلومات نه دي ورکړل شوي.  


تر دې مخکې هم د ایران د سرحدي ځواکونو او طالبانو ترمنځ دېته وَرته نښتې شوې دي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса