Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

په افغانستان کې '۱۹۷۰' ښځینه خبریالانو او رسنیز کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړي  

0
افغانستان د ازادو ژورنالیستانو ټولنې په هغه ناسته کې چې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په پار جوړ شوې وه وویل چې افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته له '۲۳۹۸' ښځینه خبریالانو له ډلې '۱۹۷۰' خبریالان او رسنیز کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.  


د دغه انجمن مرستیال، اسماعیل سادات ازادي راډیو ته وویل:" د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنه، د رسنیزو کارکوونکو د راتلونکې په تړاو اندېښنه لري. موږ له اسلامي امارته غواړو هغه محدودیتونه یې چې د رسنیو د ښځینه کارکوونکو پر وړاندې وضع کړي، لیرې کړي، په ځینو مواردو کې اطلاعات او فرهنګ د ښځینه خبریالانو د کار په پر وړاندې خنډ رامنځته کړي دي."  


سهیلا اته کاله خبریالي کړې ده.  


نوموړې وایي، د امنیتي او ټولنیزو ستونزو له کبله یې ونشول کړای، خپلې دندې ته دوام ورکړي.  


سهیلا چې اوس خپله دنده پریښې وایي، د ښځینې خبریالانو د کار د دوام لپاره شرایط سخت شوي دي.  


سهیلا وایي:" له شپې مې تر سهاره زده کړې وکړې، هیله مه په حقیقت بدله شوه، پوهنتون ته مې لاره وموندله، هم مه زده کړې کولې او هم مه کار کوه. غوښتل مه د ښځو درد او غږ ورسوم. خو له بده مرغه اوس شرایط داسې شوې چې نشو کولای دوام ورکړو، خو زه قوي یمه او هېڅ څه هم زما د کار پر وړاندې ستونزه نشي جوړولای."




سحر بله افغان خبریاله ده چې یو ولایت کې د یوې سیمه ییزې راډیو مسؤله وه. 


نوموړې وایي د اقتصادي او امنیتي ګواښونو له کبله یې خپله رسنۍ وتړله.  


امنیتي ګواښونه، اقتصادي ستونزې او د طالبانو له خوا وضع شوې محدودیتونه د افغان خبریالانو او رسنیز کارکوونکو د وزګارېدو لاملونه ګڼل کېږي.  


هڅه مو وکړه چې په دې تړاو د طالبانو حکومت د چارواکو لیدلوری هم ترلاسه کړو خو په دې کار بریالي نشو او دغه چارواکو زموږ پوښتنو ته ځواب رانکړ.  


خو د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت وایي، په یو سپارښت لیک کې یې د ښځینه خبریالانو او نطاقانو د حجاب په مراعاتولو ټینګار کړی دی.  


مخکې تر دې، د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي زادي راډیو ته ویلي و چې د رسنیو فعالیتونه به د ملي او اسلامي ګټو پر بڼسټ تنظیم شي. 



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса