Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

په پاکستان کې د یو سیاسي ګوند له خوا د عمران خان د استعفی یا استضاع غوښتنه

0
په پاکستان کې د حکومت د یوه سیاسي مخالف ګوند په زرګونو پلویانو په خپله مظاهره کې غوښتنه وکړه، یا دې صدراعظم عمران خان استعفی وکړي، یا دې استیضاح شي.   


سیاسي مخالفانو تور پورې کړ چې عمران خان نه دی توانېدلی، د پاکستان اقتصاد ښه مدیریت کړي او حکومتولي یې کمزورې ده.  


د رویټرز اژانس په حواله، د پاکستان پیپلز ګوند په دغو لاریونونو کې چې اسلام اباد ته نږدې شول، مهم نقش درلود.  


د دغه ګوند مشر، بلاول بوټو له عمران خان وغوښتل چې په ۲۴ ساعتونو کې دننه دې استعفی وکړي، یا دې په تازه انتخاباتو کې له دغه ګوند سره مخامخ شي.  


د تحریک انصاف ګوند مشر، عمران خان د ۲۰۱۸کال په ټاکنو کې بریالی شو، خو انتقاد کوونکي یې وایی چې د هغه په بریا کې پوځ مهم نقش درلود، هغه تور چې عمران خان یې نه مني.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса