Добавить новость
ru24.net
World News in Pashto
Март
2022

اردوغان: د کولیبا او لاوروف خبرې به اوکراین کې اوربند ته لار پرانېزي

0
د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دمیترو کولیبا له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره په ترکیه کې خپلې خبرې پیل کړې. 


دواړه مشران په داسې حال کې د لومړي وار لپاره په لوړه کچه خپلو کې خبرې کوي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل دوې اوونۍ پوره شوې. 


د اوکراین د بهرنیو چارو وزارت په یوه ټویټ کې ویلي، کولیبا به دې سفر کې د روسیې له خوا د پیل شوېو شخړو پر کمولو او په اوکراین کې د جګړې د بندېدو په باب خبرې وکړي. 


د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تمه ښوولې چې د کولیبا او لاوروف ترمنځ خبرې به په اوکراین کې دایمي اوربند ته لار پرانېزي.  


بل خوا د اروپايي ټولنې مشران نن په فرانسه کې جرګه کېږي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل پر اغېزو بېړنۍ خبرې وکړي.


د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون به چې هېواد یې د اروپايي ټولنې دوره ­یي مشري کوي، په دې سرمشریزه کې د اوکراین موضوع  رهبري کړي.  



Moscow.media
Частные объявления сегодня





Rss.plus
















Музыкальные новости




























Спорт в России и мире

Новости спорта


Новости тенниса